اعلامیه د افغان ملي کلتوري ټولنې لخوا
محترمو افغانانو، السلام علیکم!
موږ ته زموږ یوه افغانه خور سپوژمۍ آریا، چې دا مهال د SFU پوهنتون زده کوونکې ده، اړیکه نیولې ده. نوموړې خور غواړي د د جګړې ټولنیزې صدمې او د دې ټولنیزو اغېزو په اړه د افغان کډوالو له نظره څېړنه وکړي. دا څېړنه دا هدف لري چې معلومه کړي تېرو جګړو او ناورینونو د افغانانو پر ژوند څه اغېز کړی، دا اغېز په کومو برخو کې زیات و، او څنګه باید ورسره چلند وشي.
موږ، د افغان ملي کلتوري ټولنه، د دې څېړنې لپاره د مرستې غوښتنه ترلاسه کړې ده، په ځانګړي ډول د پښتو ژبې برخه کې. زموږ دري ژبې وروڼه هم کولی شي چې پدې برخه کې مرسته وکړي.
موږ له ټولو افغان وروڼو او خویندو نه هیله کوو چې د سپوژمۍ آریا له دې څېړنې سره د ګډون یا ملاتړ علاقه لري، نو لطفاً له نوموړې سره اړیکه ونیسي. دا یو مهم علمي ګام دی چې د افغان ټولنې د راتلونکي د ښه والي لپاره ارزښتناک معلومات راټولوي.
په درنښت،
د افغان ملي کلتوري ټولنه
اعلامیه از طرف جامعه ملی فرهنگی افغانان
برادران و خواهران گرامی، سلام علیکم!
یکی از خواهران عزیز افغان ما، سپوژمۍ آریا، که فعلاً محصل دانشگاه SFU میباشد، با ما تماس گرفته است. ایشان قصد دارند دربارهی مفهوم صدمهٔ جمعی ناشی از جنگ و تأثیرات اجتماعی آن از دیدگاه پناهندگان افغان تحقیق نمایند. هدف این تحقیق این است که روشن شود جنگها و حوادث گذشته چه تأثیراتی بر زندگی افغانها گذاشته، این تأثیرات در کدام بخشها بیشتر بوده و چگونه باید با آنها برخورد صورت گیرد.
ما، جامعه ملی فرهنگی افغانان، در این زمینه، بهویژه در بخش زبان پشتو، درخواست همکاری دریافت کردهایم. برادران دریزبان ما نیز میتوانند در این مسیر همکاری نمایند.
از همهی افغانان عزیز تقاضا مینماییم که اگر علاقهمند به شرکت یا همکاری در این تحقیق با سپوژمۍ آریا هستند، لطفاً با ایشان تماس بگیرند. این یک قدم علمی مهم است که برای درک بهتر وضعیت جامعه افغان و ساختن آیندهای بهتر مفید خواهد بود.
با احترام،
جامعه ملی فرهنگی افغانان